کوټه (وېب نیوز) د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د امام ابوحنیفه (رح) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې په کابل کې د افغانستان، اوزبېکستان او هند د خصوصي سکټورونو ترمنځ د نږدې ۴۰۰ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ او پانګونې هوکړهلیکونه لاسلیک شوي دي. د یادې خونې په نوښت جوړه شوې غونډه کې د سیمې د بېلابېلو هېوادونو ډیپلوماټیکو او سوداګریزو استازو ګډون کړی و. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو د هېواد ستراتیژیک جغرافیایي موقعیت، طبیعي سرچینې، کرنیز او صنعتي ظرفیتونه د پانګونې لپاره مهم فرصتونه بللي او له بهرنیو سوداګرو یې غوښتي چې په بېلابېلو اقتصادي برخو کې پانګونه وکړي. د اوزبېکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال هم د پخوانیو هوکړو پر عملي کولو او د سوداګریزو اړیکو پر وړاندې د اداري او تخنیکي خنډونو پر لرې کولو ټینګار کړی دی. په غونډه کې د سوداګرو او پانګهوالو ترمنځ دوهاړخیزې ناستې هم شوې، چې پکې د ګډو پانګونو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.
