کوټه (وېب نیوز) د پاکستان د قانون وفاقي وزیر اعظم نذیر تارړ ویلي، چې په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت د صدارتي اعلان له مخې صوبايي حکومت غیرفعاله شوې او اوس به ګورنر د وفاقي حکومت تر واک لاندې د صوبې چارې سمبالوي. نوموړي په اسلام آباد کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د ترهګرۍ ځپلو ۱۲ ضلعو لپاره جلا سیکرټریټ او د سیمې د بیارغونې او پرمختګ شورا (اې آر ډي سي) جوړه شوې، چې اضافي چیف سیکرټري به پکې د منتظم په توګه کار کوي. د هغه په وینا، د اساسي قانون د ۲۴۵مې مادې له مخې د ګورنر د مرستې لپاره په صوبه کې د پوځ د ځای پر ځای کولو امر هم شوی دی، او د ۲۳۲مې مادې له مخې د بهرني برید یا داخلي ګډوډۍ په صورت کې بېړنی حالت نافذېدای شي. اعظم نذیر تارړ ادعا وکړه، چې په صوبه کې د ترهګرۍ پېښې ۱۹۶ سلنه زیاتې شوې او صوبايي حکومت د خلکو د خوندیتوب پر ځای په سیاسي فعالیتونو بوخت و. هغه زیاته کړه، چې د صدارتي اعلان له مخې ګورنر ته د ۱۱ کسیزې مشورتي شورا د جوړولو لارښوونه هم شوې ده.
