تازه خبرونه ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶

پر سعودي هوايي ډګر برید؛ ټرمپ د حوثیانو پر ضد د اقدام لپاره د سعودي عربستان د ملاتړ اشاره کړې

کوټه (وېب نیوز) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان پر کینګ خالد هوايي ډګر له وروستي برید وروسته د حوثیانو پر ضد د احتمالي اقدام په برخه کې د سعودي عربستان د ملاتړ اشاره کړې او پر ایران د بیا بریدونو احتمال یې هم مطرح کړی دی. د خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل چې د سعودي هوايي ډګر د وروستي برید خبر ورته رسېدلی او امریکايي چارواکي به د پېښې ټول اړخونه وڅېړي، وروسته به پرېکړه وکړي. نوموړي زیاته کړه چې امریکا به ژر د راتلونکو اقداماتو په اړه پرېکړه وکړي او د ده په وینا، امریکا پرېکړې په چټکۍ سره کوي.