تازه خبرونه ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶

په خیبر پښتونخوا کې د اداري چارو لپاره ۱۱ کسیزه مشورتي شورا جوړه شوه، د غړو نومونه اعلان شول

کوټه (وېب نیوز) د قانون وفاقي وزیر اعظم نذیر تارړ ویلي، په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت له مخې د صوبايي حکومت له ختمېدو وروسته د صوبې د اداري چارو د سمبالولو لپاره د ګورنر تر مشرۍ لاندې ۱۱ کسیزه مشورتي شورا جوړه شوې ده. نوموړي له وفاقي وزیرانو سره په خبري غونډه کې وویل، چې ګورنر به د وفاق تر واک لاندې د صوبې اداري چارې پر مخ وړي. د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ په وینا، په شورا کې کفایت الله خان، طارق محمود پاشا، عامر جاوید، ډاکټر سید عامر عبدالله، ډاکټر سرفراز علي شاه، ډاکټر محمد ارشاد، آصف رفیق افریدي، طیب قریشي، عثمان سیف الله خان، ثمر هارون بلور او متقاعده لیفټیننټ جنرال نګار جوهر شامل دي. طارق محمود پاشا ته د مالیې، عامر جاوید ته د قانون، ډاکټر عامر عبدالله ته د تعلیم، نګار جوهر ته د روغتیا، ډاکټر سرفراز علي شاه ته د کانونو او معدنیاتو، ډاکټر محمد ارشاد ته د صنعت او سوداګرۍ، آصف رفیق افریدي ته د اړیکو او ودانیزو چارو، طیب قریشي ته د مذهبي چارو، عثمان سیف الله خان ته د انرژۍ او ثمر بلور ته د اطلاعاتو او خپرونو په برخو کې د مشورتي دندې سپارل شوې دي.