کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان د کانونو او معدنیاتو د پراختیا سېکرټري سیدال خان لوني د بلوچستان لپاره د جاپان له اعزازي قونسل جنرل سید ندیم عالم شاه سره ولیدل. په لیدنه کې د کانونو په برخه کې پانګونې، عصري کانکېندنې، سوداګرۍ، انرژۍ، اقلیمي بدلون، معلوماتي ټکنالوژۍ، مصنوعي ځیرکتیا، سایبري امنیت، تخنیکي زدهکړو او روغتیايي برخو کې د همکارۍ پر امکاناتو خبرې وشوې. سید ندیم عالم شاه وویل چې د بلوچستان معدني سرچینې د صوبې د اقتصاد د پیاوړتیا او د کارموندنې د نویو فرصتونو د رامنځته کولو لوی ظرفیت لري. سیدال خان لوني نوموړي ته د خپل پلار عبدالعزیز خان لوني کتاب «برټش بلوچستان» هم ډالۍ کړ.
