تازه خبرونه ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶

په خیبر پښتونخوا کې ایمرجنسي دیموکراتیکو اصولو خلاف ده، میر یونس عزیز زهري

کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان اسمبلۍ د اپوزېسیون مشر میر یونس عزیز زهري په خیبر پښتونخوا کې د ایمرجنسي او ګورنر راج مخالفت کړی او دا یې د دیموکراتیکو اصولو خلاف بللي دي. هغه ویلي، له سیاسي اختلافاتو سره سره د منتخب حکومت ختمول د دیموکراسۍ له روحیې سره سمون نه لري. نوموړي د تحریک انصاف د حکومت د بېرته بحالولو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې دا ډول اقدامات هېواد له سیاسي او اقتصادي پلوه نور هم شاته غورځولای شي.