کوټه (وېب نیوز) د کوټې د جوائنټ روډ په سیټلایټ ټاون سیمه کې د پولیسو پر ناکه په ډزو کې کانسټېبل نعمان شهید او څلور کسان، چې دوه پولیس او دوه لارویان پکې شامل دي، ټپیان شوي دي. د پولیسو د ویاند په وینا، پولیسو یوې مشکوکې موټر ته د درېدو اشاره وکړه، خو سپرو کسانو پر پولیسو ډزې وکړې او وتښتېدل. ټپیان سول روغتون او ټراما سنټر ته لېږدول شوي او د بریدګرو د نیولو لپاره د سیمې کلابندي او چاپې روانې دي.
