تازه خبرونه ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶

د کوټې ـ چمن پر لویه لار ډزې، اووه کسان سخت ټپیان

کوټه (وېب نیوز) د کوټې ـ چمن پر لویه لار د ځنګل پیر علي بازار په سیمه کې د ډزو په پېښه کې اووه کسان سخت ټپیان شوي دي. ټپیان لومړی د مېزۍ اډې ټراما سنټر ته وړل شوي، چې تر لومړنۍ درملنې وروسته د نورو درملنو لپاره کوټې ته لېږدول شوي دي. د پېښې د لاملونو او د ډزو د مسوول کسانو په اړه سمدستي نور معلومات نه دي خپاره شوي.