کوټه (وېب نیوز) افغان قومي موومنټ په بلوچستان کې د اوړو، اېل پي جي ګاز او نورو خوراکي توکو د بیو پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په ځینو سیمو کې د ۱۰۰ کیلو اوړو بوجۍ بیه له ۱۵ زرو روپیو لوړه شوې ده. د تنظیم په وینا، د سرکاري نرخونو د نه عملي کېدو او د بازارونو د څارنې د کمزورۍ له امله غریب او منځنی پوړ له ستونزو سره مخ دی. افغان قومي موومنټ له حکومت څخه د بیو د کنټرول او د ناجایزې ګټې اخیستنې پر ضد د اغېزمن اقدام غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې د ستونزې د نه حل په صورت کې خلک احتجاج ته وتلای شي.
