کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان اسمبلۍ ته د پاکستان د آډیټر جنرل درې د پلټنې راپورونه وړاندې شوي او د نورو څېړنو لپاره د عامه حسابونو کمېټې ته سپارل شوي دي. په راپورونو کې د ۲۰۲۵ ـ ۲۰۲۶ مالي کال د ښاري شراکت د پلټنې، واسا، د هیپاټایټس د مخنیوي او کنټرول پروګرام د دویم پړاو او په بلوچستان کې د روغتیايي نظام د ښهوالي اړوند موضوعات شامل دي.
