تازه خبرونه ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶

د دیموکراسۍ په نوم ځینو مشرانو غیر دیموکراتیک ځواکونه پیاوړي کړي، جمعیت علمای اسلام کوټه

کوټه (وېب نیوز) د جمعیت علمای اسلام کوټې ضلعي امیر مولانا عبدالرحمن رفیق او نورو مشرانو ویلي چې ځینو سیاسي قوتونو د خپلو ګټو لپاره له غیر دیموکراتیکو ځواکونو ملاتړ کړی او د خلکو رایې او د پارلمان بالادستي یې زیانمنې کړې دي. په ګډ بیان کې ویل شوي چې رښتینې دیموکراسي د اساسي قانون او قانون بالادستي، د خلکو د واکمنۍ حق او د پارلمان خپلواکي غواړي. مشرانو پر سیاسي ګوندونو غږ کړی چې له شخصي او ګوندي ګټو پورته د دیموکراتیکو اصولو د ساتنې لپاره عملي کردار ادا کړي.