تازه خبرونه ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶

د سلطان آف جوهر کپ هاکي لپاره د پاکستان د ۲۱ کلنو لوبډلې اعلان

قکوټه (وېب نيوز) د پاکستان هاکي فېډرېشن د مالیزیا په جوهر بهرو ښار کې د سلطان آف جوهر کپ سیالیو لپاره د پاکستان د ۲۱ کلنو جونیئر هاکي لوبډلې اعلان کړی دی. محمد عماد به د لوبډلې کپتان وي، ایاز محمود د لوبډلې منېجر او سمیر حسین به د مشر روزونکي په توګه دنده ترسره کوي. د ګول ساتونکو په ډله کې احسن محمود او احتشام خان، د دفاع په برخه کې عبدالله فاروق، عاصم حیدر، علي انصار، سمیع الله، علي حمزه او عثمان غني، په منځني قطار کې محمد شهیر، سیف الله، محمد عماد، حمزه فیاض او یحییٰ نجیب، او د برید په برخه کې رانا ولید، رانا سمیع، غلام مصطفیٰ، عدیل افضل او عثمان یوسف شامل دي. د لوبډلې په نورو چارواکو کې مرستیال روزونکی اظفر یعقوب، فزیوتراپیست عادل اختر او د ویډیو شنونکی عمران خان هم شامل دي.