تازه خبرونه ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶

په پاکستان کې د جمادي الاول میاشتې سپوږمۍ ولیدل شوه، سبا سه‌شنبه به لومړۍ وي

کوټه (وېب نیوز) په پاکستان کې د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د جمادي الاول میاشتې سپوږمۍ لیدل شوې ده، چې له مخې به یې سبا د اکتوبر پر ۱۳مه، سه‌شنبه، د دې میاشتې لومړۍ ورځ وي. د مرکزي رویت هلال کمېټې غونډه په لاهور کې د مولانا سید محمد عبدالخبیر آزاد په مشرۍ ترسره شوه. د کمېټې مشر اعلان وکړ چې د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه د سپوږمۍ لیدلو شهادتونه ترلاسه شوي او له تایید وروسته د جمادي الاول میاشتې د پیل پرېکړه شوې ده.&x20;