کوټه (وېب نیوز) د هند د کانګرس ګوند د مشر راهول ګاندي په مشرۍ اپوزېسیون ګوندونو او د کاکروچ جنتا ګوند (سي جي پي) په نوي ډیلي کې د سترې محکمې پر لور لاریون کړی او د ټاکنو له مشر ګیانیش کمار څخه یې د استعفا غوښتنه کړې ده. پر نوموړي تور لګېدلی چې د واکمن بهارتیا جنتا ګوند (بي جي پي) د مخالفو ۱۳ کروړه رایه ورکوونکو نومونه یې له ټاکنیزو نوملړونو څخه ایستلي دي. د راپور له مخې، د هند د سترې محکمې مشر قاضي سوریا کانت د اپوزېسیون د لیدنې غوښتنه رد کړې ده. د نریندرا مودي حکومت په جنتر منتر سیمه کې پر احتجاجونو بندیز لګولی، په نوي ډیلي کې امنیتي تدابیر سخت شوي، یو شمېر مېټرو سټېشنونه تړل شوي او په ګڼو سړکونو کې د تګ راتګ مخه نیول شوې ده.
