تازه خبرونه ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶

په دکۍ کې د کورني اختلاف له امله ورور د خپل ورور په ډزو وژلی

دکۍ (وېب نیوز) د دکۍ په غریب آباد سیمه کې د کورني اختلاف له امله د ورور په ډزو ۴۲ کلن حبیب الرحمن ولد عبدالسلام ترین وژل شوی دی. د پولیسو له مخې، د پېښې له خبر وروسته پولیس ځای ته ورسېدل او مړی یې د قانوني کارروایۍ لپاره روغتون ته ولېږداوه. پولیسو د پېښې پلټنې پیل کړې او د تورن د نیولو لپاره یې چاپې هم پیل کړې دي.