تازه خبرونه ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶

د ګورنر راج وروسته د پي ټي آی د فعالانو پر ضد اقدامات د اندېښنې وړ دي: سید صادق آغا

کوټه (وېب نیوز) د پاکستان تحریک انصاف بلوچستان مشر سید صادق آغا په خېبر پښتونخوا کې د ګورنر راج، د ټاکل شوي صوبایي حکومت د واکونو ختمولو او د پي ټي آی د مشرانو او فعالانو د نیولو غندنه کړې ده. نوموړي ویلي، سیاسي اختلافاتو ته د نیونو او بندیزونو له لارې ځواب ورکول ستونزې نه حل کوي، بلکې کړکېچ زیاتوي. هغه د پخواني اعلی وزیر سهیل آفریدي، جنید اکبر او نورو مشرانو پر نیول کېدو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د هر تور په صورت کې باید شفافه قانوني لاره خپله شي. نوموړي د محمود خان اچکزي له خوا د اکتوبر له ۱۴مې د احتجاجي تحریک د پیل ملاتړ کړی او پر سیاسي ګوندونو یې غږ کړی چې د اساسي قانون او ولسواکۍ د ساتنې لپاره سوله‌ییز احتجاج او خبرې اترې غوره کړي.