کوټه (وېب نیوز) د ټرافیک ایس پي سید عاصم شاه ویلي، د سی پېک سړک، کوټه ـ چمن لویې لارې او د کډني روغتون ترڅنګ د پلونو د جوړېدو له امله د ټرافیک فشار زیاتېږي او ښاریان له ستونزو سره مخ کېږي. د هغه په وینا، د ټرافیک د روان ساتلو لپاره د ناقانونه تجاوزاتو، تورو ښیښو، نیمګړو اسنادو لرونکو موټرو او د کم عمره چلوونکو پر ضد اقدامات روان دي. نوموړي له ښاریانو غوښتنه کړې چې د ټرافیک قوانین مراعات کړي، ماشومانو ته د موټر چلولو اجازه ورنه کړي او د خپلو موټرو اسناد بشپړ وساتي.
