کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان د سوداګرو مرکزي انجمن او د ژوب سوداګرو له حکومت او اړوندو چارواکو غوښتنه کړې چې د ژوب، میرعلي خېل تر ټانک سړک پر پاتې برخه دې ژر ساختماني کار پیل او پروژه دې بشپړه کړي. د هغوی په وینا، د دې سړک په بشپړېدو سره به د بلوچستان او خېبر پښتونخوا ترمنځ سوداګري، سفر او اړیکې ښې شي. دوی ویلي، د بارانونو پر مهال د دانسر پر سړک د ځمکې ښوېدنې له امله د تګ راتګ د بندېدو په صورت کې دغه لاره یو مهم بدیل کېدای شي. مشرانو د ژوب ـ قمرالدین کاریز، ژوب ـ وانا او ژوب بای پاس سړکونو د پروژو د کار د چټکتیا غوښتنه هم کړې ده.
