تازه خبرونه ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶

د خلکو ګډون د پښتونخوا نيپ پر نظریې د باور څرګندونه ده: نصرالله زیرې

کوټه (وېب نیوز) د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند صوبایي مشر نصرالله خان زیرې ویلي، په ګوند کې د خلکو او ځوانانو ګډون د ګوند پر نظریې او مبارزې د باور څرګندونه کوي. نوموړي په وردګ کالونۍ کې د غړیتوب په غونډه کې د نویو غړو هرکلی وکړ او د ګوند د تنظیمي چارو په اړه یې معلومات ورکړل. هغه په پښتونخوا وطن کې د ناامنۍ او اقتصادي ستونزو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د سیاسي ګوندونو پر یووالي یې ټینګار وکړ. نصرالله زیرې په وردګ کالونۍ او شاوخوا سیمو کې د اوږدې برېښنا لوډشیډنګ او د اوبو کمښت ته په اشارې له واسا او اړوندو چارواکو وغوښتل چې بند ټیوب‌وېلونه فعال او بنسټیزې اسانتیاوې برابرې کړي.