کوټه (وېب نیوز) د اساسي قانون د ساتنې تحریک بلوچستان په خېبر پښتونخوا کې د ټاکل شوي حکومت د ختمولو او د ګورنر راج او بېړني حالت د نافذېدو مخالفت کړی او د اکتوبر پر ۱۴مه یې په بلوچستان کې د احتجاجي مظاهرو اعلان کړی دی. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په مرکزي دفتر کې د عبدالرحیم زیارتوال په مشرۍ غونډه کې پرېکړه وشوه چې په کوټه کې به د ماسپښین په درې بجو مظاهره کېږي او په نورو ضلعو کې به هم احتجاجونه ترسره شي. غونډې د اساسي حقونو، ولسواک نظام او صوبایي خپلواکۍ پر ساتنه ټینګار وکړ.
