تازه خبرونه ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اکتوبر پر ۱۴مه په بلوچستان کې د احتجاج پرېکړه وکړه

کوټه (وېب نیوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د کوټې ضلعې په غونډه کې په خېبر پښتونخوا کې د ګورنر راج او بېړني حالت غندنه شوې او پرېکړه شوې چې د اکتوبر پر ۱۴مه به په بلوچستان کې احتجاجي مظاهرې کېږي. د ګوند مرکزي عمومي منشي عبدالرحیم زیارتوال ویلي، د دوی په نظر دغه اقدامات غیر اساسي او غیر دیموکراتیک دي او سیاسي کړکېچ لا زیاتولی شي. ګوند په کوټه کې د ماسپښین په درې بجو د مظاهرې اعلان کړی او له غړو او خلکو یې غوښتي چې د اساسي قانون، ولسواکۍ او صوبایي واکونو د ساتنې لپاره په سوله‌ییز احتجاج کې ګډون وکړي.