تازه خبرونه ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶

د بلوچستان پر ناامنۍ دې پام وشي: جمعیت علمای اسلام نظریاتي

کوټه (وېب نیوز) د جمعیت علمای اسلام نظریاتي مرکزي او صوبایي مشرانو په خېبر پښتونخوا کې د بېړني حالت او د ټاکل شوي حکومت د ختمولو پر پرېکړو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې په بلوچستان کې هم د امن او نظم وضعیت د اندېښنې وړ دی او پر ملي لویو لارو خلک له امنیتي ستونزو سره مخ دي. مولانا عبدالقادر لوني، مولانا قاري مهرالله او نورو مشرانو د بلوچستان له اعلی وزیر څخه غوښتنه کړې چې د نورو صوبو د حالاتو تر څنګ دې په خپله صوبه کې هم د ناامنۍ ختمولو ته پام وکړي. مشرانو د اساسي قانون، قانون، پارلمان او دیموکراتیکو ادارو پر درناوي ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د برابر حقونو، عدالت او اغېزمنې واکمنۍ پرته سیاسي او اقتصادي ثبات ناشونی دی.