تازه خبرونه ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶

د خبرو اترو په ورځ تړون شوی وای، په خېبر پښتونخوا کې به بېړنی حالت نه نافذېده: محسن نقوي

کوټه (وېب نیوز) د پاکستان وفاقي کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، که د خبرو اترو په ورځ تړون شوی وای، نو په خېبر پښتونخوا کې به بېړنی حالت نه نافذېده، خو د خبرو په وروستي پړاو کې د هوکړې نه کېدو له امله د دوو ورځو هڅې بې‌ګټې شوې. نوموړي په سېنېټ کې د وینا پر مهال ادعا وکړه چې حکومت د ترهګرۍ د ختمولو په اړه له وړاندیزونو سره موافقه کړې وه او د شپږو اساسي قانوني بدلونونو وړاندیزونه یې هم منلي وو، خو وروستی تړون ونه شو. د هغه په وینا، په صوبه کې د بېړني حالت او ګورنر راج اړوند اقدامات د اساسي قانون په چوکاټ کې شوي دي. محسن نقوي همداراز د ترهګرۍ په پېښو کې د افغانستان څخه د کسانو د راتګ او د ځینو سیاسي مشرانو د تحریک طالبان پاکستان سره د اړیکو ادعاوې وکړې او ویې ویل چې په مناسب وخت کې به یې ثبوتونه وړاندې کړي. بل لور ته، سناتور علامه راجا ناصر عباس د بېړني حالت مخالفت وکړ او ویې ویل چې سیاسي اختلافات له امنیتي چارو سره تړل سم کار نه دی. د سېنېټ د مشرانو جرګې د اکثریت مشر اسحاق ډار بیا د هېواد د امنیتي وضعیت او د ترهګرۍ د زیاتوالي له امله د بېړني حالت دفاع وکړه. په همدې حال کې سناتور علي ظفر، راجا ناصر عباس او نورو غړو په سېنېټ کې یو قرارداد وړاندې کړ، چې پکې د بېړني حالت او ګورنر راج د سمدستي بېرته اخیستو، د ټاکل شوي اعلی وزیر او صوبایي کابینې د بېرته بحالولو او د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې د صوبایي حکومت د ګډون غوښتنه شوې ده. د بحث وروسته د سېنېټ غونډه د چهارشنبې تر مازدیګر څلورو بجو پورې وځنډول شوه.