تازه خبرونه ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶

صاحبزاده فرحان د هندي لوبغاړي ابهیشیک شرما ریکارډ مات کړ، په درې شل اوریزو لوبو کې یې ۲۳۸ منډې وکړې

کوټه (وېب نيوز) د پاکستان کپتان صاحبزاده فرحان د سریلانکا پر وړاندې د درې شل اوریزو سیالیو په لړۍ کې د ۲۳۸ منډو په جوړولو د هندي اوپنر ابهیشیک شرما ریکارډ مات کړ. په راولپنډۍ کې ترسره شوې دې لړۍ کې فرحان په ټولو درېیو لوبو کې نیمه سلیزې ووهلې، د منډو اوسط یې ۷۹٫۳۳ او د سټرایک رېټ یې ۱۶۵٫۲۷ و. تر دې وړاندې د دغه ریکارډ خاوند ابهیشیک شرما و، چې د افغانستان پر وړاندې یې په درېیو شل اوریزو لوبو کې ۲۲۹ منډې کړې وې. صاحبزاده فرحان د خپلې غوره لوبې له امله د لړۍ غوره لوبغاړی هم ونومول شو.