کوټه (وېب نيوز) د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ د تعمیرِ نو پوهنتون کوټې قانون ۲۰۲۶ په پراخ اکثریت منظور کړ او ګورنر بلوچستان د اکتوبر پر ۱۳مه د دې قانون توثیق وکړه. د صوبايي اسمبلۍ د سېکرټرېټ د خبرتیا له مخې، دغه قانون د اکتوبر پر ۱۲مه منظور شوی و. د قانون له مخې به پوهنتون په خصوصي سکټور کې جوړېږي او مرکزي کېمپس به یې په کوټه کې وي. په نورو سیمو کې د فرعي کېمپسونو، کالجونو او څېړنیزو مرکزونو د جوړولو زمینه هم برابره شوې ده. پوهنتون به د تدریس، څېړنې، د سندونو د ورکړې او علمي فعالیتونو د پراختیا واک ولري. په قانون کې د مستحقو زدهکوونکو لپاره د بورسونو او مالي مرستو، د وړتیا پر بنسټ د تعلیمي فرصتونو او د لوړو زدهکړو د معیارونو د مراعتولو ټینګار هم شوی دی.
