تازه خبرونه ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا په ټول بلوچستان کې د خېبر پښتونخوا کې د ګورنر راج پر ضد احتجاجي مظاهرې

کوټه (سید سردار محمد خوندی)

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر سیوري لاندې د خېبر پښتونخوا کې د ګورنر راج لګولو پر ضد د بلوچستان په بېلابېلو ولسوالیو کې احتجاجي مظاهرې او جلسې وشوې.

مرکزي احتجاجي مظاهره د بلوچستان په مرکز کوټه کې وشوه. هغه لاریون چې د ښار له بېلابېلو سړکونو څخه تېر شو، وروسته په یوه لویه جلسه بدله شوه.

یاده جلسه د نواب ایاز خان جوګېزي، د ګوند مرستیال چئیرمین عبدالرحیم زیارتوال، ډاکټر حامد خان اڅکزي، کبیر افغان او نورو صوبايي او مرکزي مشرانو ته ویناوې وکړې.

غونډې ته په وینا کې ویناوالو وویل چې په خېبر پښتونخوا کې د ګورنر راج لګول یو غیر قانوني، غیر آئيني او غیر جمہوري ګام دی، چې موږ یې په کلکه غندو.

دوی وویل چې په دریو صوبو کې یوازې په خېبر پښتونخوا کې یو جمہوري حکومت وو، چې په یوه شپه کې ړنګ کړل شو.

ویناوالو د عمران خان د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه وکړه او د خېبر پښتونخوا کې د ګورنر راج د ختمولو لپاره یې د اقداماتو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې په چمن، پښین، قلعه سیف الله، قلعه عبدالله او د صوبې په نورو ولسوالیو کې هم احتجاجي مظاهرې وشوې.