تازه خبرونه ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶

محمود خان اڅکزی: د خیبر پښتونخوا بیړنی حالت دې ختم شي، د ستونزو حل یوازې خبرې او اساسي قانون دی

کوټه (وېب نیوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر، د تحریک تحفظِ آئین پاکستان مشر او په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر محمود خان اڅکزي ویلي، چې د خیبر پښتونخوا د حالاتو د سمون لپاره باید د زور پر ځای سیاسي خبرې وشي، بیړنی حالت دې ختم او پارلمان دې د واک اصلي سرچینه وګرځول شي. نوموړي د قامي اسمبلۍ په وینا کې وویل، چې په پېښور کې روان اقدامات، بې‌عدالتي او له خلکو سره ناروا چلند باید ودرول شي؛ دا دې هم روښانه شي چې بیړنی حالت د کوم قانون او کوم هدف له مخې نافذ شوی دی. هغه وړاندیز وکړ چې په پارلمان کې دې دوه څوکۍ کېښودل شي، وزیراعظم شهباز شریف او دی دې مخامخ کښېني او د ستونزو د حل لپاره دې له هر ډول لفظي لوبو پرته جدي خبرې پیل کړي. اڅکزي ادعا وکړه چې د ۲۰۲۴ کال د ټاکنو پایلې د زور او د ادارو د ملاتړ له لارې بدلې شوې او اوس د خیبر پښتونخوا پر خلکو د سیاسي دریځ له امله فشار راوړل کېږي. هغه خبرداری ورکړ چې د خلکو د رایې، سیاسي حقونو، ځمکو، اوبو او معدني سرچینو د غصب هڅې به د ولسي ناخوښۍ او بغاوت لامل شي. نوموړي د بنګله‌دېش د بېلتون تاریخي پېښې ته په اشارې وویل چې کله ریاست د خپلو خلکو پر ضد ودرېږي، خلک له هېواده د بهر حل لارې لټوي او د داسې چلند پایلې د ټول هېواد لپاره خطرناکې وي. اڅکزي د عمران خان سره د سیاسي خبرو او ملاقات غوښتنه هم وکړه او ویې ویل چې سیاسي مشران کولای شي د خبرو د ځنډېدلو موضوعاتو په حل کې مرسته وکړي. د هغه په وینا، د پاکستان د ژغورنې لاره د اساسي قانون، ولسي واکمنۍ، د پارلمان د خپلواکۍ او د ټولو قومونو د حقونو په درناوي کې ده؛ پښتانه، بلوڅان، سندھیان، سرایکیان او پنجابيان باید د خپلو سیمو پر سرچینو او برخلیک د قانوني او ولسي واک حق ولري.