تازه خبرونه ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶

د بلوچستان د پیپلز ګوند مشرانو د صوبايي کابینې نوې ټاکنې رد کړې

کوټه (وېب نیوز) د پاکستان پیپلز ګوند د بلوچستان ځینو مشرانو او نظریاتي کارکوونکو د صوبايي کابینې وروستۍ ټاکنې رد کړې دي. دوی وايي، په نویو ټاکنو کې داسې کسانو ته دندې ورکړل شوې، چې په تېرو وختونو کې د ډله‌ییزو اختلافاتو او د ګوند پر ضد د فعالیتونو په تړاو لانجمن بلل شوي، خو د ګوند پخواني او نظریاتي کارکوونکي له پامه غورځول شوي دي. د دوی په وینا، د ګوند د پیاوړتیا لپاره باید وړتیا، تنظیمي فعالیت، وفاداري او سیاسي مبارزه معیار وګرځول شي. مشرانو خبرداری ورکړی، چې د اوږدې مودې کارکوونکو له پامه غورځول به د هغوی د ناهیلۍ لامل شي او د ګوند پر تنظیمي اعتبار به منفي اغېز وکړي. دوی له مرکزي مشرانو غوښتنه کړې، چې د بلوچستان د صوبايي کابینې د ټاکنو بیاکتنه وکړي او له پخوانیو مسؤلینو او نظریاتي کارکوونکو سره تر مشورې وروسته پرېکړې وکړي.