کوټه (وېب نیوز) د کوټې د کچهري په انګړ کې د یوه وسلهوال کس په ډزو کې تر توقیف لاندې یو بندي سخت ټپي شوی او په سیمه کې ګډوډي رامنځته شوې ده. د پولیسو سرچینې وايي، چې امنیتي کارکوونکو سمدستي اقدام وکړ او ډزې کوونکی یې له وسلې سره په ځای کې ونیو. ټپي بندي روغتون ته لېږدول شوی دی. پولیسو د پېښې په اړه مقدمه ثبت کړې او څېړنې یې پیل کړې دي.
