کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان د چاپېریال او اقلیمي بدلون صوبايي مشاور نسیم الرحمن خان ملاخېل ویلي، چې کارګران د هېواد په اقتصاد او پرمختګ کې اساسي رول لري، نو د هغوی د حقونو ساتنه او د ستونزو حل ضروري دی. نوموړي د مسلم لیګ (ن) د کارګرانو څانګې او نورو مزدورانو سازمانونو په یوه غونډه کې وویل، چې د کارګرانو د ستونزو د حل او د هغوی د غږ د اړوندو چارواکو تر غوږونو رسولو لپاره به هڅې کوي. هغه د بلوچستان له ګورنر جعفر خان مندوخېل څخه مننه وکړه، چې په غونډه کې یې ګډون وکړ او د کارګرانو مشران یې وهڅول. ګورنر نسیم الرحمن ملاخېل ته د لیبر وینګ د کنوینر په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه او ویې ویل، چې د هغه سیاسي تجربه به د سازمان په لا منظمولو کې مرسته وکړي. صوبايي مشاور وویل، چې د کارګرانو سوکالي د پاکستان له سوکالۍ سره تړلې ده او د هغوی د ستونزو د حل لپاره به مشورې روانې وي.
