تازه خبرونه ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶

په کوټه کې د بایکیه خدمت وړاندې کوونکي ځوانان د ځورونې له ستونزې سره مخ دي

کوټه (وېب نیوز) په کوټه کې هغو ځوانانو، چې د بایکیه له لارې خلکو ته په ټیټ کرایه د تګ راتګ اسانتیا برابروي، شکایت کړی، چې ځینې رکشه چلوونکي ورسره مخالفت، لفظي شخړې او جګړې کوي. ځوانان وايي، چې ځینو ځایونو ته د بایکیه کرایه شاوخوا ۱۵۰ روپۍ ده، خو د ورته سفر لپاره رکشه چلوونکي نږدې ۴۰۰ روپۍ غواړي. د دوی په وینا، غواړي د محنت له لارې روزګار وکړي او خلکو ته ارزانه سفري اسانتیا برابره کړي، خو د ادعا شوي مخالفت له امله له ستونزو سره مخ دي. دوی د کوټې له ډي آی جي او د ټرافیک له اېس اېس پي غوښتنه کړې، چې موضوع په بې‌طرفۍ وڅېړي، د قانون په لاس کې د اخیستو مخه ونیسي او د ټولو خواوو امنیت یقیني کړي.