کابل (پژواک وېبنیوز) د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو مرستیال مولوي مهاجر فراهي ویلي، اسلامي امارت جګړه نه غواړي، خو که اړ شي، داسې اقدام به وکړي چې ټول لوري به حیران کړي. نوموړي د لغمان په ولایت کې د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو په یوه سیمینار کې ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي چې تر خپلې وسې په جګړه کې ښکېل نه شي، خو په وینا یې، په پوځي برخه کې یې د پام وړ پرمختګونه کړي دي. فراهي زیاته کړې چې له پاکستان سره تړلې لارې به تر هغه خلاصې نه شي، څو پاکستان د افغانانو غوښتنې ونه مني. هغه پر پاکستاني پوځي رژیم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې جګړه د هېچا په ګټه نه ده؛ خو که څوک پر افغانستان برید وکړي، اسلامي امارت به د خپل هېواد دفاع خپل مکلفیت وګڼي او په مناسب وخت کې به ځواب ورکړي. نوموړي د اسلامي امارت د عمومي عفوې، د سوداګرۍ د ودې، د سلګونو صنعتي فابریکو د فعالیت او د لویو لارو د بیارغونې یادونه هم کړې او له رسنیو یې غوښتي چې حقایق خپاره کړي او له ناسمو تبلیغاتو ډډه وکړي.
