کوټه (وېب نيوز) د پاکستان تحریک انصاف مشر بېرسټر ګوهر د قامي اسمبلۍ له سپیکر سردار ایاز صادق سره لیدلي او د نیول شویو پارلماني غړو د حاضرولو لپاره یې د پروډکشن آرډرونو د صادرولو غوښتنه کړې ده. د سرچینو په وینا، بېرسټر ګوهر ویلي چې د ګوند غړي یې په بند کې دي او باید د پارلمان غونډې ته حاضر کړل شي. سرچینې زیاتوي چې د قامي اسمبلۍ سپیکر د دې موضوع په اړه د قانوني مشورې اخیستو ډاډ ورکړی دی.
