کوټه (وېب نيوز) د پاکستان تحریک انصاف مشر بېرسټر ګوهر ویلي، اصلي پوښتنه دا نه ده چې مراد سعید یا بل چا په خبرو کې لاسوهنه کړې، بلکې پوښتنه دا ده چې د خبرو له مېزه څوک او ولې پاڅېد. نوموړي په اسلامآباد کې د پارلمان په ودانۍ کې د خبرو پر مهال وویل، دی د پارلمان د غړو د خوندیتوب لپاره د سپیکر سردار ایاز صادق سره لیدو ته ورغلی و. د ده په وینا، له ډېرو ستونزو وروسته د خبرو بهیر پیل شوی و او پر مېز په جوړ شوي مسوده کې پنځه مادې شاملې وې، خو د څلورمې مادې پر سر خبرې پرېښودل شوې. هغه تور ولګاوه چې له خیبر پښتونخوا سره ظلم شوی دی. بېرسټر ګوهر وویل، د نوي اعلیٰ وزیر د نومولو واک یوازې د تحریک انصاف له بنسټګر سره دی او د هغه تر غوښتنې پورې به سهیل افریدي اعلیٰ وزیر وي. نوموړي د خبرو ملاتړ وکړ او ویې ویل چې خبرې باید په هر صورت وشي؛ ترهګر چې هر چېرې وي، د هېواد دښمنان دي او پر ضد یې اقدام پکار دی.
