کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو په مشرۍ د قلعه عبدالله ولسوالۍ د امن او امان د وضعیت ارزونې غونډه وشوه. په غونډه کې د صوبایي اسمبلۍ غړي انجینر زمرک خان اڅکزي، د کورنیو چارو اضافي سیکرټري حمزه شفقات، د قلعه عبدالله مرستیال کمېشنر، د پښین د پولیسو مشر خلیل بګټي او نورو اړوندو چارواکو ګډون کړی و. چارواکو د امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړل. میر ضیاالله لانګو وویل، په صوبه کې د امن او امان په برخه کې به هېڅ ډول جوړجاړی ونه شي، د نشهيي توکو ختمول د حکومت لومړیتوب دی او اړوندې ادارې باید د خلکو د خوندیتوب لپاره اغېزمن رول ولوبوي.
