خالقآباد، منګوچر (وېب نیوز) د خالقآباد منګوچر د چوتانک سیمې څخه د یوه نامعلوم کس مړی موندل شوی، چې پولیسو په خپله ولکه کې اخیستی او د قانوني کارروایۍ لپاره یې د آر اېچ سي روغتون منده حاجي ته لېږدولی دی. د پولیسو په وینا، د مړي هویت تر اوسه نه دی معلوم شوی. خالقآباد پولیسو له خلکو غوښتي چې که څوک د مړي یا د هغه د کورنۍ په اړه معلومات لري، له پولیسو سره دې اړیکه ونیسي، څو هویت یې معلوم او وارثان یې پیدا شي.
