کوټه (وېب نیوز) د جمعیت علمای اسلام د کوټې مشر مولانا عبدالرحمن رفیق، عمومي سیکرټري حاجي عینالله شمس او نورو مشرانو ویلي، د امداد چوک ترڅنګ د زرغون سړک ایف سي پوسته د ترافیکو د بهیر خنډ ګرځېدلې او ښاریان له ستونزو سره مخ دي. هغوی غوښتنه کړې چې د امنیتي اړتیاوو تر څنګ دې د خلکو د تګ راتګ ستونزې هم حل شي. مشرانو په هزارګنجي، سریاب، قمبراني سړک او نورو سیمو کې د غلاوو، شوکو او نورو جرمونو د مخنیوي لپاره د پولیسو د ګزمو او امنیتي اقداماتو د پیاوړتیا غوښتنه هم کړې ده.
