کوټه (وېب نیوز) د کوټې د ترافیکو پولیسو مشر دوستین دشتي ویلي، په ښار کې د ترافیکو د بهیر د ښه کولو او د قوانینو د پلي کېدو لپاره اصلاحاتي اقدامات روان دي. د هغه په وینا، د بلوچستان د پولیسو عمومي مشر ترافیکو پولیسو ته ۱۰ موټرسایکلونه او ۱۵ موټرې ورکړې دي او نوي ګمارل شوي پولیس به هم د ترافیکو د تنظیم لپاره وګومارل شي. نوموړي د کوټې پرېس کلب د لیدنې پر مهال وویل، د خرابو ترافیکي اشارو د فعالولو، د اشارو د وختونو د سمولو او د سیف سټي نظام له لارې د ترافیکو د څارنې لپاره اقدامات کېږي. هغه د خلکو د پوهاوي او د رسنیو همکاري هم مهمه وبلله.
