کوټه (وېب نیوز) د جمعیت علمای اسلام بلوچستان صوبایي مشر سناتور مولانا عبدالواسع او عمومي سیکرټري آغا محمود شاه ویلي، په بلوچستان کې د ګورنر راجې د ډیموکراتیکو اصولو او د ولسي مینډېټ له درناوي سره سمون نه لري. په ګډ بیان کې یې پر سیاسي ګوندونو غږ کړی چې د خلکو د ستونزو حل، د اساسي قانون برلاسي او د ټاکل شویو استازو د مینډېټ درناوي ته لومړیتوب ورکړي. هغوی وویل، د بلوچستان د بېوزلۍ، بېروزګارۍ، د اسانتیاوو د کمښت او ناامنۍ د ستونزو حل په سیاسي کړکېچ کې نه، بلکې په شفاف حکومتولۍ، جدي تګلارې او د سرچینو په عادلانه استعمال کې دی.
