اسلام اباد (وېب نیوز) د پاکستان د کورنیو چارو فدرالي وزیر محسن نقوي ویلي، محمود خان اڅکزي د فارم ۴۷ په اړه د قسم خوړلوه کړې وه، اوس دې د خپلې څوکۍ په اړه قسم وخوري. نوموړي د پارلمان ګډې غونډې ته د وینا پر مهال د پاکستان تحریک انصاف دا ادعا رد کړه چې ګواکې حکومت لهو اترو څخه لاس اخیستی و. محسن نقوي وویل، لهو اترو څخه حکومت نه، بلکې مقابل لوری پورته شوی و. د هغه په وینا، پهو اترو کې لومړی د سیاسيو اترو د پیل او د صوبایي مشرتابه سره د کېناستو له لارې د ستونزو د حل موضوع مطرح شوې وه. د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه چې حکومت هڅه کړې وه د خیبر پښتونخوا حکومت هم له ځانه سره ملګری کړي او د ترهګرۍ پر ضد ګډه مبارزه وکړي؛ خو د هغه په ادعا، د صوبایي حکومت له لوري د ترهګرۍ د غندنې په اړه څرګند دریځ نه و وړاندې شوی، په داسې حال کې چې اسد قیصر د ترهګرۍ پر ضدې کړې وې.
