اسلام اباد (وېب نیوز) د پاکستان فدرالي وزیر قانون اعظم نذیر تارړ ویلي، په خیبر پښتونخوا کې د نافذ شوي بېړني حالت او ګورنر راج د توثیق واک د پارلمان دی. نوموړي په قامي اسمبلۍ کې د وینا پر مهال وویل، که په یوه صوبه کې د امن او امان وضعیت خراب وي او ترهګریزې پېښې زیاتې شي، نو په داسې حالاتو کې باید سیاست ته د لومړیتوب ورکولو پر ځای د ریاست ګټې مقدمې وګڼل شي. د هغه په وینا، په خیبر پښتونخوا کې په تېرو څلورو میاشتو کې ترهګري زیاته شوې او د ۲۰۲۵ کال تر اکتوبر پورې د ترهګرۍ له ۳۷۰۰ څخه زیاتې پېښې ثبت شوې وې. د قانون وزیر په صوبه کې د فارنزیک لابراتوار نشتوالی او د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) نیمګړی جوړښت هم د اندېښنې وړ وباله. نوموړي زیاته کړه، که د صوبې چارې له اساسي قانون سره سمې نه پر مخ وړل کېږي، نو ګورنر د پاکستان ولسمشر ته لیک استوي او ولسمشر له ډاډ ترلاسه کولو وروسته د وزیراعظم مشوره منظوروي.
