تازه خبرونه ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶

د رخشان ډویژن کمشنر اسدالله کاکړ په مبینه توګه تښتول شوی، د برشونکي سره نږدې نادرکه شوی

کوټه (سید سردار محمد خوندئی)
د ډیرو معتبرو سرچینو له مخې اسدالله کاکړ له کوټې څخه خاران ته روان وو چې ناپېژانده وسله والو کسانو وتښتاوه. وسله والو بریدګرو هغه په زور له ځان سره یووړ، چې وروسته د لجې سیمې ته په تلو کې لیدل شوی دی. ځایي قانون پلي کوونکو ادارو تر اوسه په رسمي توګه د دې پېښې تائید نه دی کړی. خو ځینو سرچینو دغه خبر تائید کړی دی.