کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو ویلي، د ښځو د خوندیتوب په برخه کې به هېڅ ډول جوړجاړی ونه شي او د اسما جتک او لائبې ستار په قضیو کې د نومول شویو تورنو د نیولو هڅې روانې دي. د هغه په وینا، د لائبې ستار په قضیه کې څلور کسان نومول شوي وو؛ له هغوی څخه دوه نیول شوي کسان په محکمه کې د کورنۍ له خوا د روغه جوړې تر وړاندې کېدو وروسته خوشې شوي، خو د نورو دوو د نیولو لپاره چاپې روانې دي. هغه زیاته کړې چې د اسما جتک د قضیې د مرکزي تورن د نیولو لپاره هم په کراچۍ او نورو سیمو کې عملیات کېږي.
