اسلاماباد (وېب نیوز) د ملي اسمبلۍ اپوزېسیون مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اچکزي ویلي، د خبرو اترو اساسي موخه باید د پارلمان برلاسي، صوبایي خپلواکي او د ولسي واکمنۍ درناوی وي. هغه ویلي، د هېواد د کورنیو او بهرنیو چارو پرېکړې باید په منتخب پارلمان کې وشي او صوبې باید پر خپلو سرچینو بشپړ واک ولري. نوموړي پر سیاسي انجینرۍ، له اساسي قانون څخه بهر لاسوهنې او د سیاسي مخالفینو پر ضد کړنې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې پاکستان یو رضاکارانه وفاق دی؛ د هېواد د ثبات لپاره د اساسي قانون مراعات او د ټولو صوبو د حقونو درناوی اړین دی. هغه د ترهګرۍ، جبري ورکېدنو او له ولسي وګړو سره د مبینه ناوړه چلند په اړه هم اندېښنې څرګندې کړې دي.
