تازه خبرونه ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۶

په بلوچستان کې د اوبو بحران سخت شوی، د لمریز ټیوب وېلونو له امله زېرمې زیانمنېږي، ظہور بلېدي

کوټه (وېب نیوز) صوبایي وزیر ظہور بلېدي د بلوچستان اسمبلۍ په غونډه کې ویلي، د ځمکې لاندې اوبو کچه په دوامداره توګه ټیټېږي او د اوبو بحران ورځ تر بلې سختېږي. د هغه په وینا، د لمریزې برېښنا په وسیله د ټیوب وېلونو له لارې د اوبو بې‌حسابه ایستل پر ځمکنیو زېرمو فشار زیاتوي. هغه خبرداری ورکړی چې که د اوبو استعمال ژر منظم نه شي، راتلونکې نسلونه به د اوبو له لا سخت کمښت سره مخ شي.