تازه خبرونه ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۶

لاوروف: د افغانستان اوسنی حکومت یو واقعیت دی چې باید په پام کې ونیول شي

کوټه (وېب نیوز) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، د افغانستان اوسنی حکومت یو واقعیت دی چې باید په پام کې ونیول شي، او د نړۍ ګڼ هېوادونه هم اوس دې درک ته رسېدلي دي. د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، لاوروف دغه څرګندونې په مسکو کې د منځنۍ اسیا او افغانستان د امنیت په اړه د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان، د خپلواکو دولتونو مشترک‌المنافع او د شانګهای همکاریو سازمان په ګډ کنفرانس کې کړې دي. نوموړي ویلي، روسیه له کابل سره خپلو اړیکو او تعامل ته دوام ورکوي او غواړي د افغانستان په اړه سیمه‌ییزې هڅې پیاوړې شي. هغه د ملګرو ملتونو د اړوندې ادارې د معلوماتو په حواله ویلي، چې په افغانستان کې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د اپینو تولید ۹۰ سلنه کم شوی، چې د ده په وینا د پام وړ لاسته راوړنه ده. لاوروف زیاته کړې، د مالي سرچینو د کمښت له امله افغان حکومت له ټولنیز او اقتصادي پرمختګ سره په تړاو له ستونزو سره مخ دی، خو روسیه به د افغانستان له خلکو سره د خپلې وسې مطابق اقتصادي او بشري مرستې روانې وساتي. نوموړي ویلي، د امریکا او ناټو ځواکونو له شل کلن حضور وروسته به د افغانستان د بیارغونې لپاره لا ډېر وخت ته اړتیا وي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی چې ځینې بهرني لوري ښايي پر سیمه‌ییز امنیت منفي اغېز وکړي او موجود وضعیت د خپلو ګټو لپاره وکاروي.