تازه خبرونه ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۶

د اسلامي امارت مشر: د ټولنې د اصلاح او فساد د له منځه وړلو لپاره د زده‌کړو دوام اړین دی

کوټه (وېب نیوز) د اسلامي امارت مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده ویلي، د ټولنې د اصلاح، د فساد د له منځه وړلو او د دیني ارزښتونو د ساتنې لپاره د زده‌کړو بهیر دوام اړین دی او علما او عام خلک باید په دې برخه کې خپل مسوولیتونه ادا کړي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په وینا، اخندزاده دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په کندهار کې په یوه جهادي مدرسه کې د وینا پر مهال کړې دي. نوموړي علم د انسان د معنوي ودې او کمال وسیله بللې او ویلي یې دي چې زده‌کړه اړینه ده؛ زده‌کوونکي باید د دین د پېژندلو او پر هغه د عمل کولو په نیت علم ترلاسه کړي، نه د دنیاوي مقام او منزلت لپاره. هغه له زده‌کوونکو غوښتي چې خپل درسونه پرې نه ږدي، د پوهې د زیاتولو هڅې وکړي، له نورو څخه د زده‌کړې پر مهال له تکبره ډډه وکړي او خپله پوهه له نورو پټه نه کړي. شیخ اخندزاده د استادانو پر درناوي، تواضع او د مدرسې د نظم او اصولو پر رعایت هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې تکبر د علم د زده‌کړې پر وړاندې خنډ جوړوي.