کوټه (وېب نیوز) د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضلالرحمن ویلي، افغانستان د تېرو پنځو لسیزو جګړو او ورانیو سربېره د اقتصادي پرمختګ پر لور روان دی او بهرنۍ پانګونه پکې مخ پر زیاتېدو ده، خو په پاکستان کې سوداګر خپلې پانګې بهرنیو هېوادونو ته لېږدوي. نوموړي د پنجاب په ملتان ښار کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، له افغانستان سره د شاوخوا یوه کال راهیسې د سوداګریزو لارو تړل کېدو او له هند سره د سرحدي سوداګرۍ د اغېزمنېدو د پاکستان پر اقتصاد منفي اغېزې کړې دي. هغه د دواړو هېوادونو د اسعارو ارزښت ته په اشارې ویلي، چې په افغانستان کې له نړیوالو سوداګرو سره تړونونه کېږي او پانګونه زیاتېږي، خو په پاکستان کې پانګهوال پانګونې ته زړه نه ښه کوي، چې دا د اندېښنې وړ موضوع ده. مولانا فضلالرحمن په خیبر پښتونخوا کې د احتمالي بېړني حالت او والي د واکمنۍ پر موخو هم نیوکه کړې او ادعا یې کړې چې د دغو اقداماتو هدف د یاد ایالت د معدني سرچینو ترلاسه کول دي. نوموړي دا تور هم پورې کړی چې د خیبر پښتونخوا د قیمتي کاني زېرمو د امریکا د سپارلو لپاره هڅې روانې دي او په دې اړه له واشنګټن سره له وړاندې تړونونه شوي دي. د هغه په وینا، په پاکستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور لپاره د حکومت اقداماتو روسیه او چین هم اندېښمن کړي دي.
