کوټه (وېب نیوز) د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي ادعا کړې چې په خیبر پښتونخوا کې د ګورنر راج په معامله کې د ونډې او د ګورنر د څوکۍ نه ترلاسه کولو له امله د یوه سیاسي ګوند مشر ناراض دی. نوموړي له خبریالانو سره په غیررسمي خبرو کې تور ولګاوه چې یاد سیاستوال په تېرو څو لسیزو کې د اسټېبلشمنټ په ملاتړ سیاست کړی او ان د خپل ګوند د هوايي سفرونو د ټکټونو لپاره یې هم پر هماغه ملاتړ تکیه کوله. محسن نقوي وویل، سیاسي اختلافات پر خپل ځای، خو خبرې باید د سپکو الفاظو او تورونو پر ځای د دلیلونو او حقایقو پر بنسټ وشي. هغه د پخوانۍ فاټا د ضلعو د حقونو او سرچینو په اړه پوښتنه وکړه چې کله دغو سیمو ته د کلونو لپاره خپله قانوني ونډه نه ورکول کېده، نو اړوند سیاسي مشران هغه مهال ولې چوپ وو؟ د کورنیو چارو وفاقي وزیر ټینګار وکړ چې د پخوانۍ فاټا د خلکو حقونه باید له سیاسي ګټو پورته وګڼل شي. د هغه په وینا، خیبر پښتونخوا دا مهال له جدي امنیتي ستونزو سره مخ دی، نو سیاسي مشران باید د سیاسي شخړو او اختلافاتو پر ځای د سولې، ثبات او د ترهګرۍ د ختمولو لپاره ګډې هڅې وکړي.
