تازه خبرونه ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۶

په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت د لګولو په اړه د کوم حکومت د اړیکې خبر نه لرو، د بهرنیو چارو وزارت

کوټه (وېب نیوز) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان ویلي، په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت د لګولو په اړه له پاکستان سره د کوم حکومت د اړیکې خبر نه لري، او پاکستان چې کوم اقدام کړی، هغه د اساسي قانون او قانون له مخې و. د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر سعودي عربستان د پرله‌پسې بریدونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې دغه بریدونه د سیمې سولې او امنیت ته ګواښ دی. نوموړي د ملکي وګړو او مهمو تاسیساتو په نښه کول د نه منلو وړ وبلل. هغه زیاته کړه چې پاکستان به د سعودي عربستان د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا، امنیت او ثبات ملاتړ ته دوام ورکړي او د ګډ دفاعي تړون له مخې به د همکارۍ پر ژمنه ولاړ وي. د ویاند په وینا، پاکستان د مکې د تړون له مخې په بشپړه توګه په بهیر کې شامل دی، خو د دغه تړون له مخې د اقداماتو طریقه د پوځ په کاري چوکاټ کې راځي.